کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : افغانستان د استراليا له يوې کمپنۍ سره پنځه بېلا بېل ډول تړونونه لاسليک کړل.
له ارګ څخه دوږي په ٢٠مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په شتون کې دولتي مقاماتو د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ سره د تفاهم درې یادښتونه او دوه چوکاټي تړونونه نن له غرمې مخکې لاسلیک کړل.
سرچينې زياته کړې، په دغو مراسمو کې چې په چهارچنارماڼۍ کې ترسره شول، دکانونو او پټرولیم، عامې روغتیا او لوړو زده کړو د سرپرست وزیرانو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس، د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس ډاکټر اندریو فاریست دغه تفاهم لیکونه او چوکاټي تړونونه لاسلیک کړل.
ارګ ويلي، په دغو مراسمو کې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ ريیس او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، : (( موږ له یو بل سره په تفاهم او متقابل باور، همکارۍ، صداقت او حساب ورکولو کار کوو. ))
نوموړي د افغانستان دولت د بېلابېلو ادارو او یادې کمپنۍکاري او تخنیکي غونډو ته په اشارې وویل، تصمیم پر دې دی چې د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې لا ښه خدمات وړاندې کړي او دا کمپنۍ د افغانستان حکومت د پنځو لومړیتوبونو پر اساس په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.
د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ مسوول ډاکټر اندریو فاریست وويل : (( زه له تاسو غواړم په هغه سفر کې له ماسره ملګري شئ چې د افغانستان خلک توانایي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي. ))
هغه زياته کړه : (( زه نن د خپلې کمپنۍ په استازیتوب افغانستان ته راغلی یم، غواړم د افغانستان خلکو ته خدمت وکړم او افغانان توانمند کړو چې اقتصادي خپلواکي ولري او له ستونزو څخه راووځي. هغه په ټینګار سره وویل، موږ به له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ ولرو. ))
ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې استرالیایي پلاوي ته په خطاب کې وویل، مننه چې خپلو همنوعو ته د خدمت احساس لرئ او دوه ورځې مو د افغانستان د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره ګډ کار وکړ او دوامدار مشارکت کې مو ونډه واخیسته.
نوموړي زياته کړه ، ستاسو په نوښت او هلو ځلو به د افغانستان د انکشاف متفاوت موډل پیل شي او د دغه موډل له برکته به افغانستان ته د سینګاپور، چین او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د انکشاف دوامدار مسیر پرانیستل شي. همدارنګه اوبه په انرژۍ بدلېږي، زموږ له طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه زیاتېږي او افغانستان به دشنې انرژۍ له پلوه پر ځان بسیا شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، هیله ده چې د دغه مشارکت په پایله کې افغانستان او استرالیا خپلو ځنډنیو هیلو ته ورسېږي.
ولسمشر له افغانستان سره د استرالیا هېواد د مرستو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استرالیایي عسکرو د خدمت قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې د هغو استرالیایي قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه چې په افغانستان کې د خدمت پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP