Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا: پر کرام الدين کريم دې عدالت پلى شي

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسون وایي چې د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانى مشر کرام الدین کریم د فیفا له لوري پر ښځینه لوبغاړو پر جنسي تېري تورن پېژندل شوی او باید عدالت پرې پلی شي.

 ویلسون د وږي په ٢٠مه، پر خپله ټویټرپاڼه لیکي، د فوټبال لوبډلې لوبغاړو خپل ځانونه په خطر کې اچولي، تر څو دا قضیه وڅېړل شي، زیانمنې لوبغاړې حق لري چې په روښانه ډول دا قضیه وڅېړل شي.

د امریکا سفارت په داسې حال کې پر کرام الدین کریم د عدالت پلي کولو غوښتنه کوي، چې د روانې میاشتې په درېیمه امنیتي ځواکونو د کریم نیول کېدو لپاره پنجشېر کې عملیات وکړل خو بریالي نه و.

د دې عملیاتو پر وړاندې د پنجشېر خلکو غبرګون وښود، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پرې نه ښودل تر څو کرام الدین کریم ونیسي.

بل لورته بيا په روانه اوونۍ کې کريم په پنجشېر کې د قومي او ځايي مشرانو يوې غونډې ته د وينا پرمهال پر ده لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل او دا يې يوه توطيه وګڼله.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم درې ورځې د مخه وويل، چې په کريم لګېدلي تورونه بايد وڅېړل شي او دی بايد عدلي ارګانونو ته حاضر او له ځان دفاع وکړي.

ولسمشر اشرف غني هم څه موده مخکې د يوې مرکې پرمهال د پنجشير له خلکو غوښتي و چې کرام الدين کريم دې امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.