کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر امر الله صالح بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې د سولې دښمنان هڅه کوي له دا ډول بريدونو سره دا پروسه زيانمنه کړي.
دغه چاودنه پرون سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني څلورلارې ته څېرمه هغه مهال وشوه چې امرالله صالح له کوره د دندې پر لوري روان و.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې په دې چاودنه کې ١٠ کسان وژل شوي او ١٥ نورټپيان دي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
خو په کابل کې ايمرجنسي روغتون وايي چې دوی ته ١٨ او په سيمه کې د ملت روغتون ته لس ټپيان ور وړل شوي دي.
د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر امرالله صالح شوى بريد په کلکو ټکو غندلى، پر دې يې خوښي څرګنده کړې چې هغه ترې روغ وتلى دى.
هغه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، د سولې د خبرو له رانږدې کېدو سره سم ورانکاري په خپلو دې هڅو کې لانور ناهيلي کېږي چې دغه تاريخي فرصت زيانمن کړي.
خليلزاد ويلي، د امر الله صالح پر کاروان بريد يې وروستۍ بېلګه ده. له نېکه مرغه هغه ژوندی ترې راووت. له بده مرغه، دغه ترهګريز بريد ډېرو نورو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
د نوموړي په وينا، تاريخ څرګنده کړې، کله چې هم د سولې فرصت نږدې شي، ورانکاري يې د درولو لپاره له هېڅ ډول هڅو دريغ نه کوي، خو افغانان به يې په دام کې ونه لويږي.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي، افغانان پوهیږي چې د سولې بریالی بهیر د هېواد د اوږدې جګړې د ختمولو یواځنۍ لار ده.
د هغه په وينا، د سولې لپاره د دوى د پراخو هیلو پوره کول به د دوو مرکچي ډلو او مشرانو پورې یې اړه ولري.
پر امرالله صالح دغه بريد په پراخه ملي او نړيواله کچه هم غندل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP