Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوداګر: حکومت دې د بې کيفيته نفتي توکو د واردولو مخه ونيسي

مزارشريف ( پژواک،٢٠ وږی ۹۹) : په شمال زون کې د حيرتان او اقينې بندرونو يو شمېر سوداګر وايي چې حکومت بايد هېواد ته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه ونيسي.

دغه سوداګر، چې د وږي په ۲۰مه، د بلخ ولايتي شورا په تالار کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همدا راز يې په حکومت نيوکه کوله چې د پانګوالو ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستيال خيرالدين مايل پژواک اژانس ته وويل، چې هېواد ته له ايران څخه په قاچاقي لارو او له محصول پرته د بې کيفيته نفتي توکو واردات زيات شوي دي.

د هغه په خبره، له همدې امله هغه سوداګر له زيانونو سره مخ دي، چې په قانوني ډول د کيفيت لرونکو نفتي توکو واردات کوي.

نوموړي زياته کړه : (( همدا اوس هم حکومت او هم سوداګر په دې خبر دي، چې له ايران څخه د هرات او نيمروز قاچاقي بندرونو او همدا راز له محصول پرته بې کيفيته تيل او ګاز واردېږي خو مخه يې نه نيول کېږي)).

د مايل په وينا، د بې کيفيته نفتي توکو په واردولو سره په حيرتان او اقينې بندرونو کې په قانوني ډول د تېلو او ګازو واردولو لړۍ له رکود سره مخ شوې ده.

نوموړي له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې دغې ستونزې ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې مرستيال محمد جان ابراهيم زاده هم په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد ته د بې کيفيته نفتي توکو په واردولو سره هر کال سوداګرو او خلکو ته مليونونه ډالره زيان رسېږي.

هغه وويل، چې حکومت او سوداګر په اوسط ډول په کال کې ۳۴۰ ميليونه ډالره له دې اړخ زيانمن کېږي.

نوموړي وويل: (( موږ چې معلومات کړي، هر کال ۲۴۰ ميليونه ډالر د بې کيفيته نفتي توکو په واردولو سره حکومت او خلکو ته اوړي، که حکومت کنټرول ولري؛ موږ کولای شو چې په دې پيسو ټولګټې او بنسټيزې پروژې عملي کړو)).

هغه وويل، که حکومت د سوداګرو دغه ستونزه حل نه کړي؛ نو په نورو اعتراضي او مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم هېواد ته د بې کيفيته تېلو او ګازو پر واردولو اندېښنه وښوده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.