کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : يوې باوري حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې په قطر کې بين الافغاني مذاکرات د شنبې په ورځ پرانيستل کېږي.
يادې سرچينې د وږي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټيم سبا د جمعې په ورځ د قطر پر لوري روانېږي.
يادې سرچينې وويل ، ډېر احتمال شته چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغې لوړپوړې حکومتي سرچينې زياته کړه چې د يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو استازي به هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازيتوب به د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او يا هم د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر وينا وکړي.
دغې حکومتې سرچينې وويل چې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې تر مراسمو وروسته به د يکشنبې په ورځ ددواړو لوريو تخنيکي ټيمونه او د تماس ګروپونه د مذاکراتو پر اصولو خبرې او ناسته وکړي.
نوموړى دا هم وايي چې په دې ناسته کې به د بين الافغاني مذاکراتو د اطلاع رسونې پر لارو چارو هم خبرې اترې او موافقه کېږي.
سرچينه زياتوي چې د دوشنبې په ورځ يا له هغه وروسته به ددواړو لوريو ترمنځ رسمي خبرې اترې پيل شي.
سرچينې داهم وويل چې د طالبانو شپږ بنديان چې نړيوال پرې اعتراض درلود، په قوي امکان سره سبا له مذاکراتي ټيم سره قطر ته ولېږدول شي او د نومبر تر اخره پورې به هلته ساتل کېږي، بيا به يې په اړه پرېکړه کېږي.
يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان دولت له ٢١ کسيز مذاکراتي ټيم څخه يې ١٩ تنه ځي.
سرچينه وايي چې د ټيم غړې فاطمې ګيلاني څو ورځې مخکې د سرطان عمليات کړي او ممکن څو ورځې وروسته ولاړه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مذاکراتي ټيم بل غړى غيرت بهير ته د حزب اسلامي مشر حکمتيار اجازه نه ده ورکړې او ممکن د هغه پر ځاى انجنير امين کريم ولاړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP