Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

جلال اباد (پژواک،٢٠ وږی ۹۹): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار شېرزادو او سره رود ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اووه وسله وال  طالبان   وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، نښتې د وسله والو طالبانو تر بريدونو وروسته پرون شوې دي چې امنيتي ځواکونو ته په کې زيان نه دی اوښتی.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د وږي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په ضابط ظاهر قلعه او ليونيانو کلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي چې له وسله والو ځينې وسلې او مهمات هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اړوند کړسو سيمه کې هم تېره شپه وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړی دی.

د سيلاب قول اردو وياند وويل، په دغه نښته کې دوه وسله وال بريد ګر وژل شوي چې جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي او وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.