کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٩٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د وږي په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٤٩ ملکي وګړي وژلي او ٤٩ نور يې ټپيان کړي دي .
سرچينې زياته کړې چې طالبانو ملکي وګړو ته دغه مرګ وبله په ٢٢ ولايتونو کې په ٣٦٨ ترهګريزو بريدونو کې اړولې ده.
د ارين په وينا، د طالبانو له خوا ملکي وګړو ته تر تولو زياته مرګ ژوبله په کندهار او زابل ولايتونو کې اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې د حکومت دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP