کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي چې د وزير محمد اکبر خان د جومات د خطيب مولوي اياز نيازي او د شېرشاه سوري د جومات د خطيب مولوي عزيز الله مفلح د وژلو اصلي طراح يې نيولى دى.
دغه ديني عالمان څو مياشتې مخکې په کابل کې په خپلو جوماتونو کې د چاودنو له امله وژل شوي وو.
د ملي امنيت لوي رياست له خوا د وږي په ٢٠مه، پژواک ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې عبيدالله چې په عکرمه مشهور دى او د يادو علماوو د وژلو اصلي طراح و، نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، عکرمه په شمال ختيځو ولايتونو کې دداعش د جګړې مسوول هم و.
ملي امنيت ويلي چې د پلټنو پر مهال نوموړي د يادو علماوو د وژلو ترڅنګ په کابل او ولايتونو کې د يو شمېر نورو ترهګريزو بريدونو ترسره کولو اعتراف هم کړى دى.
د سرچينې په وينا، نوموړي په کندوز ښار کې پر يوه جومات د بريد پلان هم درلود، چې له نيول کېدو سره يې دا پلان شنډ شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP