ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ٢٢ طالبان وژل شوي

خوست کې ٢٢ طالبان وژل شوي

author avatar
11 Sep 2020 - 09:57
خوست کې ٢٢ طالبان وژل شوي
author avatar
11 Sep 2020 - 09:57

خوست (پژواک، ٢١ وږى ٩٩): د خوست ولايت ځايي چارواکي وايي چې په دوو بېلابېلو عملياتو کې ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د خوست دامنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ١١ نيمې بجې وسله والو مخالفينو د قلندر ولسوالۍ اړوند د غلنګ د ملي پوليسو پر پوستې  بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې د بريد پر مهال د افغان ځواکونو له خوا هوايي بريد ترسره شو چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله وال ووژل شول چې د هغوی لس مړي د نښتې په سیمه کې پاتې دي.

عادل دغه راز وويل، دکشفي راپورونو پر اساس تېره شپه په صبريو ولسوالۍ کې هم پر وسله والو مخالفينو هوايي بريدشوی چې په پايله کې يې ١٢ مخالفين وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.