کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې امنيتي ځواکونه د جمهوریت ساتونکي دي او دولت ژمن دی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هر فرد ملاتړ کوي او هېڅکله به د هغوی پر سر معامله ونه شي.
له ارګه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني پرون مازدیګر د مارشال فهیم نظامي پوهنتون د افسرانو اکاډمۍ اوولسمې دورې د فراغت مراسمو کې ګډون وکړ او وینا وکړه.
ولسمشر غني په خپله وینا کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ((نن زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د نظامي اکاډمۍ اوولسمه دوره یو وار بیا زموږ تر ټولو غوره اولادونه هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.))
هغه زیاته کړه، تاسو هر یو د هېواد د سترګو نور او د ازادۍ، خپلواکۍ او جمهوریت لپاره قاطع دلیل یاست او وطن او خلکو ته د قربانۍ، سرښندنې او خدمت کولو بېلګه یاست.
ولسمشر غني څرګنده کړه، تاسو د افغانستان د ملي یووالي استازي یاست او د دې خاورې د خپلواکۍ د دفاع مسوولیت ستاسو پر اوږو دی او زه بشپړ باور لرم چې په بریالیتوب به یې تر ټاکلي هدف پورې ورسوئ.
ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح بزدلانه برید ته په اشارې وویل، دغه برید ناکام شو، خو د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه: ((تاسو د امرالله صالح افغاني همت او زړور چلند ولیده چې پر هغه له تروریستي برید وروسته یې په متانت او له ستړیا پرته دوه ساعته له اسټرالیایي پلاوي سره غونډه کې ګډون وکړ او زه له تاسو هر یوه څخه د هغه په څېر جرئت غواړم او بشپړ باور لرم چې دغه جرئت او متانت لرئ.))
ولسمشر وویل، تاسو د جمهوریت ساتونکي یاست او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنتیا لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هر فرد ملاتړ کوي او هېڅکله به پر هغوی معامله ونه شي.
اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت تامین او وروستیو سېلاب ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې، وې ویل: ((زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې او سولې په ډګر کې زموږ ویاړ دي.))
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، ستاسو لوړ احساسات د دې ښودنه کوي چې پر خپلو پښو درېږو او سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې د افغان ملت غوښتنو ته ځواب ویونکې وي او په هغې کې د نظام او د افغانستان د عزت او ابرو د ساتونکو په توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول خوندي وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP