Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۴ پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٦٠٦ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خوا د وږي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٤٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٦٠٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې لس په هرات، لس کندوز، ٣ ميدان وردګو او يو شمېر نورو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا له امله د مړینې هېڅ پېښه ثبت شوې نه ده.

دعامې روغتيا وزارت خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣١١٥٤ تنو ته ورسېد.

د سرچيني د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پيله تر اوسه ١٤٢٠ کسان له دغه ويروس څخه مړه شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.