Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې شپږ پوليس او ١٧ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د لويو لارو د امنيت ساتنې قطعې مرستيال او يو بل پوليس د طالبانو په برید کې وژل شوي او څلور نور پوليس ټپيان دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ د وږي په ٢٢مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د تالقان اړوند د چينزه يي په سيمه کې د لويو لارو د امنيت ساتنې پر ټولي بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې د تخار د لويو لارو د امنيت ساتنې قطعې مرستيال څارمن شاه ولي او يو بل پوليس وژل شوي او څلور نور پوليس ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو ياد بريد پر شا تمبول شوى او په ترڅ کې يې نهه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د تالقان اوسېدونکي حفيظ الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

هغه وايي: ((د تالقانو ښار ترڅنګ هره شپه په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې وي، دغه حالت خلک سخت اندېښمن کړي، يو شمېر کسانو نورو سيمو ته کډې کړي او نورې ستونزې هم ډېرې دي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو د تخار د يادې جګړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.