Language

جنرال مېلر: د جګړې په ډګر کې اوس هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې افغانان سولې ته هيله مندي لري  او دوى اوس هم د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون په کابل کې پر امريکا د سپټمبر يوولسې د بريدونو د ١٩مې کاليزې د نمانځلو مراسمو ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې تر ٤٠ کلونو جګړو وروسته افغانان اوس تر هر وخت زيات سولې ته زياته هيله مندي لري.

نوموړي ويلي چې افغانان په هره برخه کې ډېرې قربانۍ او سرښندنې ورکړې دي او نور بايد ارام سوله ييز ژوند غوره کړي.

جنرال مېلر وايي: ((د ترهګرۍ خلاف نړيوال اوس هم سره متحد دي او له نړيوالو ترهګرو خپل هېوادونه خوندي ساتي.))

د ناټو قواماندان وويل چې دوى له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او په هره پروسه کې به له افغانانو ملاتړ کوي.

نوموړي يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د جګړې په ډګر کې به له افغان ځواکونو ملاتړ کوو.

د ناټو قوماندان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پرانيستې مراسم نن په قطر کې ترسره شول او ټاکل شوې ده چې رسمي مخامخ خبرې د دوشنبې په ورځ پيل شي.

login or register a new account.