Language

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: افغانان باید د بین الافغاني خبرو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي

دوحه (پژواک، ۲۲ وږی ۹۹): د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پرانیستې لومړي ویناوال د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانان باید له تېره درس واخلي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې دې خپلو موخو ته ورسېږي او په تېرو دردونو او ستونزو دې بریالي شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې شاوخوا لس ورځې وروسته چې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه، پیل شي، خو د طالبانو د ۵۰۰۰زرو او حکومت د ۱۰۰۰ زندانیانو د خوشي کولو په تړاو مخالفتونو دغه بهیر شاوخوا شپږ میاشتې وځنډاوه، خو د یادو زندانیانو له ازادولو وروسته دغه مذاکرات نن د دواړو خواوو (افغان دولت او طالبانو) د پلاوو او یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د قطر پلازمېنې دوحې ښار په شيراتون هوټل کې پیل شول.

د یادو مراسمو د خبرو د اجنډا پر اساس، د دغو مراسمو پرانیسته د قطر د بهرنیو چاو وزیر له خوا وشوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد عبدالرحمن ال ثاني د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې هېواد یې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ډېرې هڅې وکړې څو افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د دغو مذاکراتو د پیل لپاره د امریکا او نورو هېوادونو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو رول باید نادیده ونه نیول شي، هغوی یو جوړوونکی او ملاتړی رول درلود.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: «هغه کسان چې مشخص لیدلوری لري، باید مسوولیت منونکي وي او په ژوند کې یې باید له دغه فرصته ګټه واخلي، باید پرېکنده تصمیم ونیسي چې له اوسنیو بدلونونو سره ورته والی ولري او یووالي او د خلکو انتظار ته ځواب ویونکی وي.»

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د خبرو په یوه برخه کې وویل چې نظامي پوځ نه شي کولای هېڅ ډول برخلیک په افغانستان کې وټاکي نو له دې امله باید د سولې لپاره لار پرانیستل شي څو یو سیاسي توافق رامنځته شي.

 

هغه د دې په څرګندولو چې بین الافغاني مذاکرات د افغانستان د خلکو لپاره بنسټیز دي، څو د منازعې ټولو موضوعاتو ته حللاره پیدا شي، تمه وښوده چې افغانان باید نن ورځ په تېرو دردونو او ستونزو بریالي شي او له تېره درس واخلي، ټول باید راتلونکی ومني او باور پرې ولري او د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره سولې او امنیت ته احترام وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او طالبانو مرکچې پلاوو ته په اشارې وویل: ((انشاءالله تاسو به د افغانستان د خلکو ګټو لپاره خدمت وکړئ او په مذاکراتو کې به هغه په پام کې ونیسئ څو د افغانستان خلک سولې او ثبات ته ورسېږي او له جګړې خلاص شي او په ټول افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي.))

نوموړي په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د سولې پر وړاندې د موجودو ستونزو یادونه وکړه، وویل: ((له نړیوالې ټولنې غواړو چې له دغه تاریخي فرصته د استفادې لپاره نړیوال او سیمه ییزې هڅې برابرې کړي.))

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل چې قطر له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان سولې او ثبات ته رسېدو په لار کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.