کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې افغانانو د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې د سولې لپاره کار وکړي.
جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن (د وږي ٢٢مه) په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې مراسمو ته د ويډيو له لارې په خپله وينا کې وکړې.
سټولټنبرګ وويل چې له بين الافغاني مذاکراتو سره د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې يو بل مهم پړاو پيل شو.
ده زياته کړه: ((افغانستان او افغانان سوله غواړي او نړيواله ټولنه يې په دې برخه کې ملاتړ کوي.))
د ناټو سرمنشي په خپله وينا کې د افغانستان سولې پروسې پر مهال د ناټو سازمان او نړيوالو متحدينو د هڅو او ملاتړ په اړه هم رڼا واچوله.
ده زياته کړه: ((په تېرو لسيزو کې افغانانو او نړيوالو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې د سولې لپاره کار وکړي.))
هغه وايي چې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ او همکارۍ لپاره ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره کموي څو دا پروسه بريالۍ شي.
سټولټنبرګ وويل چې اوس د سولې لپاره يو ښه فرصت په لاس ورغلى او بايد ټولې خواوې ترې استفاده وکړي.
login or register a new account.