کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): وسله والو طالبانو ويلي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل او ښه نيت له امله يې نن د حکومت ٢٢ بنديان خوشي کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وږي په ٢٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه بنديان يې نن د هلمند ولايت له بېلابېلو زندانونو خوشي کړي دي.
هغه زياته کړه چې د حکومت دغه سرتېري په بېلابېلو وختونو کې نيول شوي او له دوى سره بنديان وو.
د نوموړي په وينا، دغو بنديانو ته د جامو او کرايې په ورکولو سره به خپلو کورنيو ته واستول شي.
مجاهد ويلي، طالبان هڅه کوي چې د بين الافغاني مذاکراتو د جریان د تسريع او په ياد جريان کې د اعتماد او باور فضا د رامنځته کولو په موخه داسې ګامونه واخيستل شي چې ياده پروسه خپلې مطلوبې پايلې ته ورسوي او په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام لامل وګرځي.
طالبانو په خبرپاڼه کې له مقابل لوري هم غوښتي چې ورته ګامونه واخلي او له فرصتونو سالمه او ښه استفاده وکړي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم طالبانو شاوخوا زر تنه دولتي بنديان خوشې کړي او حکومت د طالبانو تر پنځو زرو ډېر بنديان خوشې کړي دي.
login or register a new account.