کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې به جنجالي وي خو زیاتوي چې دا د افغانانو پورې اړه لري چې د افغان ولس په خوښه د جګړې پرته حکومت جوړ کړي.
مایک پمپیو دغه څرګندونې پرون قطر ته په لاره په الوتکه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
پومپيو تېره شپه ناوخته دوحې ته رسېدلى دى او ټاکل شوې ده چې څو شېبې وروسته د بين الافغاني مذاکراتو د پرانستې مراسمو ته وينا وکړي.
نوموړي خبريالانو سره په خبرو کې بين الافغاني مذاکرات تاریخي وبلل.
هغه زياته کړه، د شاوخوا شلو کالونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره دا فرصت پیدا شوی چې افغانان پخپلو کې سره کښیني او د هیواد د راتلونکې په هکله پریکړه وکړي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر پر امرالله صالح د موټرو په کاروان برید ته په اشارې وویل چې ډیر ورانکاري شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.
پمپیو د کوم هیواد یا ډلې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه : " دوي غواړي امریکا په دې ځای کې ښکیله پاتې شي. هغوي په افغانستان کې سوله نه غواړي او نه غواړي دا خبرې پر مخ ولاړې شي. خو اکثریت افغان ولس سوله غواړي او مونږ په همدې تمرکز کوو."
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا دې ته چمتو ده چې د افغانستان د حکوت او طالبانو تر منځ د موافقې نه وړاندې د افغانستان نه خپل ټول عسکر راوباسي، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د عسکرو شمیر د شرایطو پورې اړه لري.
مایک پمپیو وویل "طالبانو جدي ژمنې کړې او مونږ تمه لرو چې هغوي به پخپلو ژمنو ودریږي."
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د هیڅ امریکایي عسکر نه پاتې کیدل پدې پورې اړه لري چې طالبان د سولې په موافقې کې څومره پخپلو ژمنو دریږي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ سرتيرى لري خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مني تر پایه به شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.
login or register a new account.