Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې شپږ پوليس او لس طالبان وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): په کندوز کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ګرځنده ټولي قوماندان په ګډون شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د شينواري پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ګرځنده ټولي قوماندان عبدالواحد خان په ګډون شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې لس طالبان هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړې فوزيې جواد پژواک ته وويل: ((په ډېرې خواشينۍ سره چې قوماندان عبدالواحد تېره شپه له پنځو نورو پوليسو سره د طالبانو له لوري په شوي بريد کې وژل شوی دی، تېر کال يې ورور هم له طالبانو سره جګړه کې وژل شوى و.))

د ولايتي شورا دغه غړې زياتوي چې په دې وروستيو کې د کندوز امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ډېری ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو په داسې حال :ې زور اخيستى چې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.