کندهار (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د کندهار په شاولیکوټ او میوند ولسوالیو کې د بریدونو پر مهال اته دولتي سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.
تېره شپه د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل د یوه مازدا موټر په وسیله چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړی و، د میوند ولسوالۍ د سره بغل سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړي.
هغه زیاته کړه، موټر هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او پرې له ډزو سره سم یې چاودنه کړې ده.
دی وايي، په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.
بلخوا د میوند ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې نن سهار وختي هوايي ځوکونو د دې ولسوالۍ په مندوزو سیمه کې د ملا شاه ولي په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ پر وسله والو برید کړی، ۶ وسله وال یې وژلي، ۳ یې یې ټپیان کړي او د هغوی هاموې موټر یې ویجاړ کړی دی.
دې سرچینې دا هم وویل چې د همدې ولسوالۍ به لوی کارېز سیمه کې بیا د عملیاتو پر مهال د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي.
له میونده ور ها خوا په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.
د شاولیکوټ ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته لسګونو وسله والو د دې ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ تر سهاره جګړه روانه وه.
سرچینه زیاتوي، په جګړه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي، وروسته سیمې ته هوايي ځواک رسېدلي او وسله وال یې په نښه کړي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان احمد په ګډون ۴۵ وسله وال وژلي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په کندهار کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې داسې مهال شدت راځي چې تېره ورځ یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له حکومت سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي دي.
login or register a new account.