مزارشريف (پژواک، ۲۴ وږی، ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وږي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې یادې نجلۍ نن د ورځې شاوخوا ۱۱ بجې د اتمې حوزې اړوند په بخدي کارته کې له يوه اپارتمان ځان لاندې اچولی دی.
عادل زياته کړه چې تر اوسه د نجلۍ هويت نه دی څرګند شوی او نه هم د پېښې انګېزه معلومه شوې ده.
خو د پوليسو وياند دا هم وويل چې دغه ډول ډېرې پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.
د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر معراج الدين فاروقي پژواک ته وويل چې نن غرمه روغتون د يوې نجلۍ جسد ور وړل شوی دی.
نوموړي وويل چې د دې نجلۍ په اړه نور معلومات تر اوسه نه دي بشپړ شوي.
د مزارشريف ښار د بخدي کارتې يوه اوسېدونکي محمد اسلم پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې يوې نجلۍ د يوه اپارتمان له اووم منزله ځان ښکته غورځولی کړی او مړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دغه اپارتمان کې کورنۍ اوسېږي، خو ياده نجلۍ د دې ځای اوسېدونکې نه ده.
د بلخ پوليسو وياند پژواک ته وويل چې پولیسو پلټنې پيل کړې څو معلومه کړي چې دغه نجلۍ څنګه دغه اپارتمان ته راغلې او ولې يې ځان وژنه کړې ده.
د سيمه ييزو سرچينو په حواله، دوه ورځې وړاندې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې هم يوه ځوان د زهرو په خوړلو سره خپل ځان وژلی وو.
د بشري حقونو ډېری فعالان وايي چې دا ډول ډېری پېښې د کورني تاوتريخوالي او ناسمو دودونو له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.