کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٧٧٢ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ٢٤مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٦٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٥٦ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٧٧٢ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٠ په هرات، ١١ په بادغيس، اووه په بلخ، دوه- دوه په کابل، کندهار او دايکنډي او يوه - يوه هم په کندوز او ميدان وردګو ولايتونو کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٣٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٠٧٣ ته ورسېد.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا له امله مړه شوي چې په افغانستان کې له دغه ويروس څخه د ټولو قربانيانو شمېر ١٤٢٥ ته ورسېده.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.