Language

​د قطر امير: هيله ده افغانان د سولې په هڅو کې بريالي شي

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٩): د قطر امير وايي چې بين الافغاني مذاکرات د افغان شخړې د هواري لپاره يو تاريخي فرصت دى چې افغانان يې له ډېرې مودې راهيسې انتظار کاوه.

د قطر امين شيخ تميم بن حماد دغه څرګندونې پرون په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له پلاوو سره له ليدنې وروسته پخپل ټويټر کې کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ قطر ته د راغلو ټولو پلاوو هرکلى کوو او هيله لرو چې زموږ افغان وروڼه  پخپل هېواد کې، څو لسيزو شخړو وروسته د سولې او ثبات لپاره پخپلو هڅو کې بريالي شي.))

د قطر امير وايي چې بين الافغاني مذاکرات د افغان شخړې د هواري لپاره يو تاريخي فرصت دى چې افغانان يې له ډېرې مودې راهيسې انتظار کولو.

شيخ تميم زياته کړې افغانان بايد خپلو هيلو، يووالي او پرمختګ ته ورسېږي او په هېواد کې يې شخړې پاى ته ورسېږي.

د يادونې ده، د تېرې شنبې په ورځ په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانستې مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د مرکچي پلاوي ترڅنګ د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سادات نادري او د ولسمشر سلاکار سلام رحيمي هم ګډون کړی و.

دغه پلاوى تېره شپه بېرته هېواد ته ستون شو.

login or register a new account.