کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعيت په کمېسیون کې غړيتوب ترلاسه کړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ دفتر ويلي چې افغانستان به په دغه کمېسیون کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې غړيتوب ولري.
په نيويارک کې د افغانستان د استازولۍ دفتر له خوا د وږي په ٢٥مه، په ټويټر کې ليکل شوي: "د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر دې خوښه ده چې د۲۰۲۱ ۲۰۲۵- دورې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت د کمېسیون په انتخاباتو کې د افغانستان تاريخي بريا اعلانوي. ".
سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه مهم کمېسیون غړيتوب ترلاسه کوي".
د افغانستان حکومت هم د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول تاريخي لاسته راوړنه بللې ده.
د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټويټر کې ليکلي، چې په اوس وخت کې د افغانستان ښځې د دغه هېواد د راتلونکې بڼې په بدلون کې مهم رول لري او د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو لپاره له هر فرصت څخه په ټينګې ارادې استفاده کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان د غړیتوب ترلاسه کول د سولې د خبرو په دې تاریخي پړاو کې د افغان ښځو د اغېزمن رول او د جنسیتي برابرۍ په نړیوال خوځښت کې د هغوی د لوړ غږ ښکارندويي کوي.
د ښځو د وضعیت په اړه کمېسیون (CSW) د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) یو فعال کمېسیون او د نړۍ په کچه د حکومتونو ترمنځ بنسټ دی چې په ځانګړي ډول د جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنتیا ته د ودې ورکولو لپاره فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو ۴۵ غړي هېوادونه چې د دغه سازمان د اقتصادي او تولنیزې شورا له خوا ټاکل کیږي، د دغه کمېسیون غړیتوب لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن