کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۱۵ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ٢٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٣٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٣ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۱۵ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢٩ په هرات، پنځه په بلخ، څلور په کابل، درې په بدخشان او يو يو کس هم په جوزجان او اروزګان ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۲۰۹۸ ته ورسېد.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يو کس د کرونا له امله مړ شوى چې په افغانستان کې له دغه ويروس څخه د ټولو قربانيانو شمېر ١٤٢٦ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.