ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار شريف ښاريانو د برېښنا د لوړې بيې پر ضد لاريون وکړ

د مزار شريف ښاريانو د برېښنا د لوړې بيې پر ضد لاريون وکړ

author avatar
15 Sep 2020 - 15:26
د مزار شريف ښاريانو د برېښنا د لوړې بيې پر ضد لاريون وکړ
author avatar
15 Sep 2020 - 15:26

مزارشريف ( پژواک، ۲۵وږی ۹۹) : د بلخ ولايت اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې  له حکومت او د افغانستان برېښنا له شرکت څخه د برېښنا په قيمت کې د مساواتو او عدالت غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکي د وږي په ۲۵مه، د بلخ ولايتي شورا مخکې راټول شوي وو، چې وروسته د اعتراض په ډول د بلخ برېښنا شرکت او بلخ ولايت مقام ته ورغلل.

د نوريه نجفي زاده په نوم يوې لاريون کوونکې پژواک اژانس ته وويل، چې دوی له تېرو څو مياشتو راهيسې له حکومت څخه غوښتنه کوي؛ څو په ټول افغانستان کې د برېښنا بېلونه په مساوي ډول اجرا شي.

هغې زياته کړه چې د دوی غږ هيچا وانورېد؛ نو ځکه يې نن په لاريون لاس پورې کړ.

نوموړې زياتوي، حکومت او د افغانستان برېښنا شرکت د برق د بيې برخه کې دوه ګونی چلند کوي، چې دا نورو خلکو ته د منلو وړ نه دی.

دغې لاريون کوونکې وويل: (( دا کوم قانون او انصاف دی، چې برېښنا دې له ازبکستانه واردېږي؛ له بلخه تېرېږي؛ خو په نورو ولايتونو کې يې يو کيلوواټ دوه نيمې يا درې افغانۍ دی او په بلخ کې شپږ يا اووه افغانۍ. دا حالت نور د زغملو نه دی)).

يو بل لاريون کوونکي محمد عارف وويل چې د مزار ښاريان د برق د برېښنا مساوي کېدو غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه، چې دغه اعتراضونه به تر هغه وخته پورې دوام ولري؛ چې څو پورې د خلکو غوښتنې نه وي منل شوې.

د نوموړي په خبره، حکومت غواړي څو د زورواکو قرضداري له عام ولس څخه ټوله کړي.

دغه لاريون کوونکي وويل: (( د بلخ يو شمېر زورواکي د برېښنا له درکه ميليونونه افغانۍ پور وړي دي؛ حکومت دې له هغوی څخه خپل پور تر لاسه کړي؛ دا خو مناسبه نه ده چې زورواکي خپل پور نه ورکوي او برېښنا شرکت يې زور له عامو خلکو باسي.))

هغه زياتوي، که غږ يې وانورېدل شي؛ نو د خپل اعتراض بڼه به لا تېزه کړي.

د لاريون يوه سمبالوونکي باور باميک پژواک ته وويل، چې د مزارشريف لاريون د هغو اعتراضونو يوه برخه ده، چې د برېښنا بيې د مساوي کېدو لپاره پيل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.