کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : د شپږيزې کرکټ سياليو په لړ کې د مس عينک لوبډلې بندر امير ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو پاى لوبې ته لاره موندلې ده.
تر دې مخکې د کابل بازانو لوبډلې په لومړي پلى آف لوبه کې بوست ته په ماتې ورکولو سره د شپږيزو روانو سياليو پاى لوبې ته بريالۍ شوې وه.
د دغو سياليو ددويم پلى اف لوبه نن د مس عينک او بند امير ترمنځ ترسره شوه، د مس عينک لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧٨ منډې جوړې کړې او بند امير ته يې د ١٧٩ منډو هدف ورکړ.
د مس عينک له لوري عثمان غني ٦٤ ، اصغر افغان او ناصر جمال ٢٣، ٢٣ او ميرويس اشرف ٢٢ تيزې منډې جوړې کړې، د بند امير له لوري دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بندر امير لوبډلې ياد هدف په نولسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله، دغې بريا سره د بندر لوبډلې هم پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د بند امير له لوري ٤٧، شاهدالله ٤٢، حشمت شهيدي ٢٢ او افسر ځاځي ٣٥ منډې جوړې کړې، شاهدالله ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
ټاکل شوې ده چې د مس عينک او کابل بازانو ترمنځ پاى لوبه سبا ترسره شي.
login or register a new account.