Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت به راتلونکى مالي کال د پيسو بدل کې د خلکو او دولتي تاسيساتو ساتنه کوي

کابل (پژواک،۲۵ وږی ۹۹): امنيتي چارواکي د دې ترڅنګ چې روان کال د طالبانو د ۹۶۰۰ بريدونو خبر ورکوي وايي چې د راتلونکي مالي کال له پيل سره سم به د عامه ساتنې پوليسو په چوکاټ کې د خلکو او دولتي تاسيساتو ساتنه د پيسو په بدل کې کوي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي او د ملي امنيت عمومي رياست سرپرست احمد ضياء سراج نن د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته غوښتل شوي وو.

د هغه په وينا، دا مهال د غير دولتي تاسيساتو ساتنه د عامه ساتنې پوليسو له خوا د پيسو په بدل کې کيږي خو د نوي مالي کال له پيله سره به هم د خلکو او دولتي تاسيساتو ساتنه د عامه ساتنې پوليسو له خوا کېږي.

انداربي وويل، د دې وزارت د نوي پلان په پلي کېدو سره به، د ملي پوليسو هغه منسبوبين چې په خدمتي ډول د خلکو او دولتي تاسيساتو د امنيت په ساتنه بوخت دي، بېرته به ورته خپلې اصلي دندې چې د امن او عامه نظم او قانون تنفيذ دی، وسپارل شي.

دی زياتوي، چې د دې پلان پر اساس د روان مالي کال له پيل سره (د ۱۳۹۹ کال د لنيدۍ لومړۍ) د خلکو او هغو تاسيساتو چې دا مهال د ملي پوليسو له لوري يې د امنيت ساتنه کيږي، د  عامه نظم پوليسو ته سپارل کيږي.

د اندرابي په وينا د عامه ساتنې پوليسو د خلکو او تاسيساتو د امنيت ساتنه د پيسو په بدل کې ترسره کيږي؛ ځکه کومه بودجه چې د کورنيو چارو وزارت ته ورکول کيږي د امن او عامه نظم او قانون تنفيذ ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د راتلونکي مالي کال له پيل وړاندې ټولې ادارې او افراد چې دا مهال د امنيت د ساتنې لپاره له ملي پوليسو ګټه پورته کوي، بايد خپل امنيت او اړتياوې د عامه ساتنې پوليسو ته مشخصې کړي تر څو وزارت د نوي پلان پر مټ، د عامه ساتنې پوليسو د هغوی د امنيت د ټينګښت لپاره په دندو وګوماري.

دی زياتوي چې د ياد پلان په پلي کېدو سره به يو شمېر ځوانانو ته د کار لارې چارې برابرې شي، ځکه ملي پوليس دا مهال د خلکو او دولتي تاسيساتو د امنيت په ټينګښت بوخت دي، بېرته خپلې دندې ورته سپارل کيږي او د هغوی پر ځای بايد  نور کسان د عامه ساتنې پوليسو په چوکاټ کې په دندو وګومارل شي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست په دې اړه چې ولې ملي پوليس په درنو وسلو نه دي مجهز شوي، وويل:«مرسته کوونکي هېوادونه او بنسټونه له دې امله چې د پوليس اصلي دنده جګړه نه ده، نه غواړي چې پوليس په درنو وسلو سمبال کړي، او موږ هم په همدې موخه هڅې کوو چې پوليس خپلو اصلي دندو ته وګرځول شي، خو دا مهال پوليس د خپلو اصلي دندو ترڅنګ له هېواد څخه د دفاع په چارو کې هم بوخت دي.»

هغه په هېواد په ځانګړي ډول کابل کې د جنايي پېښو ډېروالی تایید کړ او ويې ويل داسې برنامې ترلاسه لاندې دي ترڅو مخه يې ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي مسوولینو په ځلونو ویلي، د امنیت رامنځته کولو لپاره دوی ډير پروګرامونه لري خو پایله یې نه ده ورکړې او د هېواد امنیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي شوي او هڅې روانې دي چې د جرمونو پېښې کمې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.