Language

ناټو: د طالبانو له خوا تاوتريخوالى نور د منلو نه دى

کابل (پژواک، ٢۵ وږى ٩٩): په افغانستان کې د ناټو ملکي سفير ويلي چې د طالبانو له خوا تاوتريخوالى نور د منلو نه دى.

د ناټو ملکي سفير سټيفانو پونټيکورو دغه څرګندونې د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستيال امرالله صالح سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه په خپل ټويټر کې ليکلي چې په دې ليدنه کې يې د افغانستان د سولې پر پروسې او وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې وکړې.

د ناټو ملکي استازي ويلي چې د طالبانو له خوا وروستي مخ پر زياتېدونکی تاوتريخوالى نور د منلو  وړ نه دی.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې تاوتريخوالى کم کړي او د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي، څو د افغانستان اوږدې شخړې ته د سياسي لارې د هواري لاره برابره شي.

سټيفانو ويلي: ((په دې ليدنه کې مې ټينګار وکړ چې د سولې بين الافغاني مذاکراتو کې بايد د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوى متحد وي؛ ځکه چې له بې اتفاقۍ طالبان ګټه پورته کوي.))

د هغه په وينا، اوس د دې وخت را رسېدلى چې د ټولو لپاره د سولې هڅې وشي او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

login or register a new account.

Related Topics