Language

خليلزاد د سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه هند ته معلومات ورکړل

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه له هندي چارواکو سره معلومات شريک کړل.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى پرون په يوه ورځني رسمي سفر نوي ډيلي ته ورغلى و.

سرچينې زياته کړې چې نوموړي په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې په کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر جى شنکر، د ملي امنيت سلاکار جيت دوال او د دواړو هېوادونو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې خليلزاد هندي چارواکو ته د افغان سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه معلومات ورکړل.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير په دې ناسته کې ويلي، امريکا او هند غواړي بين الافغاني مذاکرات بايد تر هغه دوام وکړي چې اړوند خواوې پر يوه سياسي جوړ جاړي او هر اړخيز اوربند باندې موافقه وکړي.

سرچينې زياته کړې، افغان خواوې بايد دا ډاډ ورکړي چې خاوره به يې د هېڅ يوې ترهګرې ډلې له خوا د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ډاګه کړې چې د افغان سولې پروسې برياليتوب لپاره سيمه ييز او نړيواله اجماع او  همکاري اړينه ده او امريکا به د دې موخې لپاره په ګډه کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هندوستان او امريکا چې دوى د يوې داسې سولې لپاره خپلو مشورو ته ادامه ورکوي چې د سيمې او افغانانو په ګټه وي.

login or register a new account.