Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

تالقان (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددشت کلا ولسوالۍ په نواباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ د ملي اردو او درې پوليس وژل شوي او څلور نور سرتېري ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.