Language

د سرور دانش څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٩) : د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ولسمشر غني پر وړاندې د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا او د هېواد تېر تاريخ ته په سپکه کتلي چې له امله يې خلکو پراخ  غبرګونونه ښودلي دي.

سرور دانش چې پرون (يکشنبه) ولسمشر غني سره يوځاى باميان ولايت ته تللى و، يوې غونډې ته چې ولسمشر غني او نورو چارواکي هم په کې ناست وو، يادې څرګندونې کړې دي.

دانش د طالبانو د امارت په اړه د څرګندونو پر مهال وويل:((طالباني نظام د سدوزيي او محمدزيي له سلطنت سره چې له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۹۷۸ پورې يې پر افغانستان څه باندې ۲۳۰ کاله حکومت وکړ، د روح او محتوا له نظره هيڅ توپير نه لري.))

د هغه په وينا، په همغو نظامونو کې هم د يوې قبيلې يوې وړې ډلې په موروثي او په استبداد او ديکتاتورۍ پر افغانستان حکومت وکړ، د امارت په نظام کې هم د ټول عمر لپاره د یوه ملت پر برخلیک د اتباعو د اساسي حقونو له رعایت، عمومي ازاديو او حتى له اساسي قانون څخه پرته د يوه فرد حکومت مطرح دی. د امارت نظام له قانونه پورته نامحدود او مطلقه دی.

خوپه اصل کې داسې نه ده، د افغانستان بنسټ ګر احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ زيږديز کال کې د لویې جرګې له لوري د افغانستان پاچا غوره شو. او په ۱۹۷۸ م کال یا د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غويي په اوومه د محمد داوودخان حکومت د یوې کودتا له لارې وپرځول شو .

د ولسمشر ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي، سرور دانش دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې له يوې خوا د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې شوې او له بلې خوا تر بل هر وخت ملي یووالي او د قومونو ترمنځ رښتيني اتفاق ته اړتیا ليدل کېږي.

هغه زياته کړې، د ولسمشر دويم مرستيال نه باید په داسې حساسو حالاتو کې غير مسئولانه، غير ضروري او زهرجنې څرګندونې کړې واى.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير کريم خرم په خپل ټويټر کې ليکلي : (( سرور دانش په حکومت کې منفعلانه او "بلي ګويک" نقش لوبوي، په همدې دليل هزاره وطندارانو ترې مخ اړولی او  تجريد کړی يې دی. ))

هغه زياته کړې، اوس د هېواد تاريخ او شخصيتونه په دې هيله توهينوي چې ګواکې په خپل قوم کې به ملاتړ ترلاسه کړي. مګر ګومان نه کوم ګټه ورته وکړي.

د کبير حقمل  په نامه يو تن ليکلي : (( د هېواد په دې خرابو حالاتو کې عقديي  څرګندونې بايد ونه شي، خلک وژل کېږي، هېواد د سقوط په درشل کې دى  او سرور دانش لګيا دى د هېواد مشرانو ته بد رد وايي. ))

login or register a new account.