کابل (پژواک،٣٠وږى ٩٩): ولسمشر غني بامیان ولايت ته د سفر مهال وویل چې د لویو لارو امنیت دې ټينګ او د دښمن د اخاذیو مخنیوى دې وشي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بامیان ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ.
په خپرپاڼه کې راغلي ،په دغه سفر کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي مقاماتو، د جمهوررئیس متلیا کوله.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر غني ددغه سفر پر مهال پر امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو په ټینګار وویل، د خلکو ساتنې او د انکشافي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو انکشافي او اصلاحي برنامې دې تطبیق شي.
ولسمشر همدا راز د لویو لارو د امنیت پر تامین، د دښمن د اخاذیو پر مخنیوي او په امنیه قوماندانیو کې د وړتیا او معیار پر بنسټ پر تغییراتو ټینګار وکړ ويې ویل: «هغه امنیتي او دفاعي منسوبین دې تقدیر شي چې په خپلو اجرااتو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.»
ولسمشر همدارنګه ددغه سفر پرمهال ددغه ولایت تاریخي اثار د هېواد لپاره با ارزښتنه بللي او پر ساتنه یې ټنګار کړی دی.
هغه همدارنګه د بامیان ولایت له خلکو غوښتې چې په بین الافغاني خبرو کې د جمهوریت نظام ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP