Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: کندوز کې ٣٩ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې په کندوز کې د حکومتي ځواکونو او وسله الو طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٧ طالبان او دوه سرتېري وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار د زاخېل قديم سيمې ترڅنګ په امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو کې هم د حکومتي سرتېرو پر پوستو بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ٢٧ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د جګړې پرمهال د طالبانو يو ميل پيکا، شپږ ميله کلاشينکوفونه، يو قبضه راکټ، يو ٨٢ ملي متري توپ او ځينې نور وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري پژواک ته وويل چې د امام صاحب او زاخېل قديم سيمې د تېرې شپې په جګړه کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د تېرې شپې د جګړو په ترڅ کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

خو بل لورته وسله وال طالبان يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په کندوز کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وايي: ((بمبار يې کړى دي چې ملکي خلک په کې وژل شوي، امکان لري چې هماغه يې په طالبانو کې حساب کړي وي خو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کندوز کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.