ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: طالبان دې د پرديو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي

د پکتيا خلک: طالبان دې د پرديو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي

author avatar
22 Sep 2020 - 12:03
د پکتيا خلک: طالبان دې د پرديو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي
author avatar
22 Sep 2020 - 12:03

ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د پکتيا ولايت د احمدابا، څمکني او ګردې څېړۍ ولسواليو اوسېدونکو د سولې په تړاو په بېلابېلو غونډو کې د جګړې پر ژر درېدو او اوربند ټينګار کړی او ويلي یې دي چې وسله وال طالبان بايد روانه تحمیلي جګړه پای ته ورسوي.

دوی وايي، روان حالات د منلو نه دي او زياتوي چې خلک له جګړو خورا ستړي شوي او اړ دي چې خپله لاس په کار او د ټولنيزې سولې او ثبات لپاره لوری ونيسي.

ديني عالم مولوي سيف الرحمن سيار له مسلمانانو سره جګړه ناروا وبلله او ويې ويل چې نور بايد د جګړې د دوام لپاره هېڅ بهانې ونه لټول شي.

سيار وايي: ((رسول الله "ص" فرمايي چې خپلمنځي روغه، جوړه له لمانځه، صدقې او روژې هم غوره عبادت دی. لمونځ د دين ستن ده، خو سوله له هغه هم غوره ده؛ ځکه کله چې سوله نه وي، انسان به نه وي، چې انسان نه وي، دين او بل هېڅ شی به نه وي، نو سوله فرض ده.))

يو بل ديني عالم مولوي خالد روانه جګړه د نورو د ګټو لپاره وبلله او د جګړې د دوام لپاره يې له مقدساتو کار اخيستل او خلکو ته زيان اړول د ډېرې خواشينۍ وړ وبلله.

نوموړي زياته کړه: ((لکه څنګه چې جنګ کېدای شي، همدارنګه سوله هم کېدای شي؛ خو جګړه کونډې او يتيمان موږ ته په ميراث پرېږدې نور بس کړئ.))

قومي مشر حاجي زالف خان هر څه ژر د اوربند کېدل د خلکو جدي غوښتنه ياده کړه او زياته يې کړه چې د سولې په پروسه کې د دې بهرنيو غرضي لاسوهنو مخه ونيول شي.

زالف خان وايي: ((موږ غونډې او فيصلې په خارجي هېوادونو کې نه کوو، ۳۴ ولايتونه دي، په هر ولايت کې دې شوراګانې جوړ کړي، په خپله خوښه دې ځای انتخاب کړي، خپل افغانان يو او په خپل منځ کې به خبرې وکړو. ولس نور ستړی او مجبور دی چې راجګ شي.))

د سولې د غونډې يو تن ګډونوال حبيب الله چې د پنځم ټولګي زده کوونکی دی، پژواک ته وويل هيله لري چې د سولې په فضا کې ښوونځي ته ولاړ شي.

 

نوموړی وايي: ((موږ سوله غواړو، طالبان او جګړه نه غواړو. طالبان بايد سوله وکړي، چې موږ خپل درسونه ووايو، پرمختګ وکړو، يو څه رانه جوړ شي.))

د پکتيا ولايتي اداره وايي د خلکو اساسي غوښتنه سوله ده او د دولت مشرتابه د خلکو غوښتنو ته په احترام امنيتي ځواکونو ته د دفاعي حالت لارښوونه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.