Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې يوه پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده

کندوز ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د کندوز ښار په بالاحصار سيمه کې د سلګونو کلونو پخوانۍ يوه مجسمه موندل شوې ده.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت په بالاحصار سيمه کې په نشه يي توکو روږدو کسانو يوه مجسمه موندلې وه.

هغه وايي چې پوليس ورغلي او بيا دغه مجسمه يې له يادو روږدو کسانو څخه ترلاسه کړې او دا مهال له پوليسو سره ده.

دى زياتوي چې د دې مجسمې د لرغنتوب په اړه تر اوسه کره معلومات نشته دي خو دا به وروسته معلومه شي.

سرچينه وايي چې ډېر ژر به د کندوز د والي په موجوديت کې دغه لرغونې مجسمه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شي.

بل لورته د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دغه مجسمه په ډېر مهارت سره جوړه شوې، که چېرې ورته ډېر دقيق نه شو نو داسې ښکاري چې کوم عکس وي.

دغه مجسمه د يوه سپين ږيري سړي ده، چې تازه يې ږيره خريلې، سور يخن قاق، خړه کورتۍ او شپو خولۍ يې پر سر ده چې امسا يې په لاس کې نيولې او د حرکت په حال کې دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.