مزار شريف (پژواک، ٣ تله ٩٩) : ناپېژاندو وسله والو کسانو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو تن پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د تلې په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د مزارښار زاړه کمربند سره خوا کې نواباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي، چې دغه قوماندان خان محمد نومېده او په تېرو کلونو کې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان هم پاتې شوی و.
د عادل په خبره، د پوليسو د معلوماتو له مخې ياد قوماندان د دوه وسله والو له لوري وژل شوی، چې قاتلين هم په تېښته بريالي شوي دي.
د پوليسو وياند زياتوي، چې د قاتلينو نيول کېدو پسې يې پلټنې پيل کړې دي.
ددې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن