Language

ولسمشر غني او عمران خان پر اوربند خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه د تلې په ۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د ټليفوني تماس له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل : ((موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د جمهور رئيس له بلنې څخه په مننې يې زياته کړه، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.))

ټاکل شوې ده ، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دراتلونکې دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.