Language

 

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): اوکرايني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ ‌کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې چې له امله يې د هوايي ځواک لږ تر لږه ۲۲ محصلين په کې وژل شوي.

د اوکراين د بېړنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، انتنوف  ٢٦ ډوله الوتکه کې ۲۷ کسان سپاره وو او ختیځ خارکیف ښار ته څېرمه د کوزېدو‌ پر مهال لوېدلې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د خارکیف هوايي ځواک پوهنتون محصلین د تمرین پر مهال الوتکه کې لېږدول کېدل.

يادې سرچينې ويلي، په الوتکه کې دوه ټپي کسان موندل شوي، د شپې د درېیو بجو د ترې تم شوو کسانو لټون روان و.

الوتکې د لوېدو د لامل په اړه هم څېړنه روانه ده.

د بېړنیو چارو وزارت ویلي چې دغه الوتکه په چوهیف ښار کې له پوځي هوايي ډګره دوه کیلومتره لرې لوېدلې ده.

د الوتکې له لوېدو سره د پېښې ځای کې لوګی او اور لیدل شوی خو وروسته اور وژل شوی دی.

login or register a new account.