کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا شپږ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٩٢ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د تلې په پنځمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٠٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې شپږ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٩٢ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دکرونا دغه شپږ پېښې ټولې په بلخ ولايت کې ثبت شوې دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي چې له دې سره د ټولو روغ شوو شمېر ٣٢٦٣٥ کسانو ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٥٣ ته رسيږي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.