Language

د افغانستان او سريلانکا سوداګرۍ خونو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٩): د افغانستان او سريلانکا سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

په سريلانکا کې د افغانستان سفير اشرف حيدري د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه نن د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د استازو ترمنځ لومړى د ويډيو له لارې ناسته وشوه.

هغه زياته کړه چې وروسته ده د سوداګرۍ خونې په استازيتوب د سريلانکا د سوداګرۍ خونې له مسوولينو سره پر دغه هوکړه ليک لاسليک وکړ.

د افغانستان سفير وايي چې په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو اجرائيوي رييسانو ويناوې وکړې او د سوداګرۍ د پراختيا په اړه يې وړانديزونه وکړل.

حيدري وويل چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې خونو کې د افغانستان او سريلانکا د سوداګرۍ ځانګړې څانګه جوړېږي چې ورسره به سوداګريزې اړيکې ښې او پراختيا ومومي.

د هغه په وينا، په کابل او کولمبيا کې د دواړو هېوادونو سفارتونه به د دغه هوکړه ليک په عملي کولو کې همکاري کوي.

ده زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته د پراختيا لپاره ډېر چانسونه شته چې له دغه هوکړه سره به ورته عملي بڼه ورکړل شي.

د حيدري په وينا، د افغانستان او سريلانکا مشران هم د نورو اړيکو ترڅنګ د سوداګريزو اړيکو پراختيا ته ارزښت ورکوي او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

د افغانستان سفير وايي چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د سوداګريزې پراختيا لپاره همېشه سره په په اړيکه کې وي او د يو بل هېوادونو ته به سفرونه هم کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.