کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د پاکستان حکومت د تورخم په ګډون له خيبر پښتونخوا سره د افغانستان ټولې تړلې لارې پرانيزي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پرون په اسلام اباد کې د ملي روغې جوړې شورا له رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې دغه خبرې کړې دي.
په دې ليدنه کې د پاکستان د ملي شورا رييس اسد قيصر او ددواړو هېوادونو نورو چارواکو او د ډاکټر عبدالله د سفر د پلاوي غړو ګډون درلود.
صادق خان ويلي، د حکومت کابينه به يې نن هغه طرحه هم تصويب کړي چې ټول افغان مسافر به په اسانۍ سره د سفر وېزې ترلاسه کولى شي.
د پاکستان ځانګړي استازي وويل، سر له نن څخه په افغانستان کې يې سفارت او کونسلګرۍ خپل خدمات پيلوي، په ځانګړي ډول سوداګرو، ناروغانو او زده کونکو ته به د وېزو په ورکړه کې اسانتيا برابروي.
د هغه په وينا، د تورخم په ګډون خيبر پښتونخوا ايالت سره ټولې ګډې لارې به د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو د مسافرينو پر مخ پرانيستل شي .
نوموړي زياته کړې، اړوندو مسوولينو ته دلارو د خلاصولو په تړاو خبرداری ورکړل شوی.
د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانانو لپاره د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه زیری یاد کړ، چې دا اسانتیا به د دواړه هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداکرۍ په برخه کې د پراختیا لامل شي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ په فرصتونو، مشکلاتو، په ځانګړي ډول په سوداګرۍ، ترانزیټ او د کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
login or register a new account.