Language

پاکستان دافغانانو لپاره د وېزو برخه کې د اسانتياوو نوې تګلاره اعلان کړه

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩) : د پاکستان حکومت په تورخم کې افغان ناروغانو ته د وېزې ورکولو ترڅنګ د افغانستان لپاره د وېزو برخه کې د اسانتياوو نوې تګلاره اعلان کړه.

د پاکستان د حکومت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو لپاره د وېزو د اسانتياوو نوې تګلاره پرون د کابينې په غونډه کې منظوره شوه.

سرچينې زياته کړې چې د وېزو له دې نوې تګلارې څخه به افغان سوداګر، محصلين او ناروغان ګټه پورته کوي.

د پاکستان د حکومت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوې تګلارې له مخې به افغان ناروغانو ته په تورخم کې د شپږو  مياشتو وېزې ورکول کېږي، څو هغوى په سفارت او کونسلګريو کې له ستونزو څخه وژغورل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوې تګلارې له مخې، همداسې عادي سفر کوونکو ته د يو کال وېزه او سوداګرو ته د پنځو کلونو لپاره وېزې ورکول کېږي او بيا د غځېدلو امکان يې هم شته دى.

سرچينې زياته کړې، د افغان محصلينو ستونزو ته په پام سره اوس به  هغوى ته د يو کال پر ځاى د ټولې تحصيلي مودې لپاره وېزې ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت ويلي چې له دې نوې تګلاې سره به د دواړو هېوادونو اړيکې پياوړې او خلک به سره نږدې شي.

بلخوا پاکستان چې د کرونا له امله افغانستان سره د تورخم لاره تړلې وه، له پرون څخه په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره پرانيستل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان  ويلي، سر له نن څخه په افغانستان کې يې سفارت او کونسلګرۍ خپل خدمات پيلوي، په ځانګړي ډول سوداګرو، ناروغانو او زده کونکو ته به د وېزو په ورکړه کې اسانتيا برابروي.

د هغه په وينا، د تورخم په ګډون خيبر پښتونخوا ايالت سره ټولې ګډې لارې  د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو د مسافرينو پر مخ پرانيستل شوې.

login or register a new account.

Related Topics