کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٦٨ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په نهمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٨٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٦٨ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې، اته په بدخشان، څلور په بلخ او يو-يو په کابل او زابل ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٧٨٩ ته ورسېد.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي.
خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تراوسه ١٤٥٨ کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.