کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۹) : د افغان سولې لپاه دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي سره لیدي دي.
ددغه پلاوي لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې لیدنه کې د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا سلاکاره لیزا کرتز او په قطر کې د دغه هېواد سفیره مالي في هم شتون درلود.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او په افغانستان کې د هراړخیز اوربند د اړتیا په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي معصوم ستانکزي رئیس سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو پر پرېکنده اراده او کاري خپلواکۍ ټینګار وکړ، د مذاکراتو بهیر د مختهتګ لپاره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ مهم وباله.
سرچینې دغه راز ویلي معصوم ستانکزي د کوېټ د امیر شیخ صباح احمد جابر الصباح د وفات کېدو له امله د غمشریکۍ او همدردۍ لپاره د کوېټ هېواد له سفیر حفیظ محمد العجمي سره په دوحه کې د دغه هېواد په سفارت کې وکتل او د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه هم خبرې وشوې. د کوېټ سفیر د سولې روانې هېڅې وستایلې او ویې ویل چې مسلمانان باید په ۲۱ مه پېړۍ کې د اوسنۍ بشري ټولنې له واقعیتونو سره ځانونه عیار کړي. ده په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د دریځ ملاتړ وکړ.
login or register a new account.