Language

د سولې دولتي پلاوي یو ځل بیا پر اوربند ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۱۱  تله  ۹۹) : د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي پلاوي یو ځل بیا پر اوربند او تاوتریخوالی ټڼیګار کړی دی.

ددغه ټیم لخوا د تلې په ۱۱مه، د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې راغلي : (( زموږ خلک له ډېرو کلونو راهیسې د هغو تاوتریخوالو قرباني شوي چې ډېری یې د جګړې له امله دي. دغو تاوتریخوالو زموږ له خلکو څخه ډېرې قربانۍ اخیستې او د دوی د آرام او باثباته ژوند مخه یې نیولې ده.))

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي ټیم ویلي چې پلاوی دغه اصل ته په ژمنتیا سره چې جګړې خاموشې شي او هر ډول تاوتریخوالی او اور ختم شي، د سولې لپاره پر خبرو بوخت دي او چمتو یو چې د دغې هیلې پوره کولو ته خپلې ټولې هڅې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، اړتیا دا ده چې جګړه او اور د خلکو لپاره خپل ځای تاوتریخوالي-نشتون، تحمل او یو بل منلو ته پرېږدي او افغانستان د خپلو ټولو وګړو لپاره یوآرام او سوله‌ییز هېواد شي.

login or register a new account.

Related Topics