کابل(پژواک، ۱۲ تله ۹۹): د روغتیا نړیوال سازمان یوه کارکوونکي نن په تخار کې د کرونا ویروس له امله ساه ورکړه.
د عامې روغتیا وزارت ویاندې معصومې جعفري نن پژواک ته وویل، د زمان الدین شمس په نوم د روغتیا نړیوال سازمان کارکوونکي چې په تخار کې یې د پولیو د مخنیوي په برخه کې دنده ترسره کوله، نن د کرونا ویروس له امله ساه ورکړې ده.
د نوموړې په خبره، زمان الدین شمس چې له څو کلونو راهیسې له کورنیو او نړیوالو موسسو سره د واکسیناسیون او کتلوي معافیت په برخه کې کار کړی، له ۲۶ ورځو راهیسې د کویید ۱۹ ناروغۍ له امله په تخار کې بستر و نن ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې لسګونه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۹۲۹۰ وثبتې پېښې ثبت شوې، ٣٢٨٤٢ کسان د یادې ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي او ١٤٥٨ تنو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
login or register a new account.