ښرنه (پژواک، ١٢ تله ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا پکتيکا ولايت ته سفر وکړ.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د تلې په ١٢مه په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتیکا د عمومي وضعیت ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړى دى.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د پکتيکا له امنيتي مسوولينو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP