Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يواځې په کابل کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ١٢ تله٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا اووه مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر٣٩٢٩٧ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ١٢مهد عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩شکمنې پېښې ازمايل شوې چېاووه يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٩٧ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،يادې اووه پېښې ټول په پلازمېنې کابل کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته ٣٢٨٤٢ کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي چې له دې سره په افغانستان له دغې ناروغۍ څخه د ټولو قربانيانو شمېر ١٤٦٢ ته ورسېده.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.