کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په افغان سوله کې د پاکستان د رول ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د طالبان د پاکستان په مرسته له افغان حکومت سره خبرو ته اماده شول.
د پاکستان د خصوصي ټلوېزيون جيو د راپور له مخې، زلمي خليلزاد دغه څرګندونې له امريکايي رسنيو سره په تازه څرګندونو کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې امريکا له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغان سولې پروسې لپاره هلې ځلې پيل کړې وې او په دې ټوله موده کې پاکستان همکاري کړې ده.
د خليلزاد په وينا چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته پاکستان اماده کړي او دغه راز يې هڅولي څو تاوتريخوالى کم کړي.
دى وايي، پاکستان پوهېږي چې د افغانستان سوله او ثبات ددغه هېواد په ګټه دي؛نو ځکه په دې برخه کې همکاري کوي.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي چې تر ٤٢ کلونو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانان د خبرو مېز ته راټول شوي دي.
د هغه په وينا، اوس سولې ته هيله مندي پيدا شوې خو ددې پروسې پر وړاندې ننګونې هم شته دي.
د يادونې ده، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د ١٣٩٩ لمريز کال د وږي په ٢٢مه، په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو رسمي مراسم ترسره شول، خو تر اوسه دواړه ډلې پر طرز العمل او اېجنډا کومې موافقې ته نه دي رسيدلي.
login or register a new account.