Language

تر اوو مياشتو ځنډ وروسته د عمرې ادا کول بيا پيل شول

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٩): په سعودي عربستان کې د کرونا له امله د عمرې ادا کول چې شاوخوا اووه مياشتې وځنډېده، نن په محدود ډول يو ځل بيا پيل شوې ده.

د ټولې نړۍ په ګډون په سعودي عربـستان کې هم د کرونا وبا ډېره خپره شوې وه چې له امله يې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د عمرې مراسم بند وو او د حج مراسم  هم په ډېر محدود ډول ترسره شول.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د تلې په ١٣مه ويلي چې سر له ننه په محدود ډول د عمرې ادا کولو مراسم پيل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې حکومت دعمره کوونکو لپاره يو اپليکېشن جوړ کړى چې هلته به ځان راجستر کوي او بيا په همدې اپليکېشن کې پر ورکړل شوو معلوماتو عمل کوي.

ياد وزارت په ټينګار سره ويلي چې عمره کوونکي بايد د کرونا ضد ټول احتياطي تدابيرو باندې عمل وکړي.

حکومت ويلي چې اوس مهال ځايي اوسېدونکو او په سعودي کې مېشتو بهرنيانو ته د عمرې ادا کولو اجازه ورکړل شوې، له نورو هېوادونو راتلونکو کسانو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې.

د حج او عمرې وزارت وايي چې اوس مهال په يوه ورځ کې يواځې شپږ زره کسان د عمرې مراسم ترسره کوي، خو دوه اوونۍ وروسته به د ورځې ١٨زرو کسانو ته د عمرې او ٤٠زره کسانو ته په حرم شريف کې د لمونځ اجازه ورکول کېږي.

سرچينې زياته کړې چې يوه کس په دوو اونيو کې د يوه ځل عمرې کولو اجازه ورکول کېږي او له يادې مودې وروسته بيا کولى شي په دويم ځل عمره ادا کړي.